نیویارک(وېب نیوز) وزیراعظم شهباز شریف د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته رسېدلی، چې د سپټمبر په ۲۵مه به د عمومي اسمبلۍ غونډې ته وینا وکړي. وزیراعظم به په خپله وینا کې د فلسطین او کشمیر په ګډون پر مهمو نړیوالو موضوعاتو، د سیمې او نړۍ پر بدلېدونکي امنیتي وضعیت او د پاکستان پر سفارتي دریځ خبرې وکړي او د کړکېچونو د پای ته رسولو، خبرو اترو، سفارتکارۍ او د شخړو د سولهییز حل غوښتنه به وکړي. د نوموړي په وینا کې به د ترهګرۍ پر ضد مبارزه، اسلاموفوبیا او په ملګرو ملتونو کې اصلاحات هم شامل وي. وزیراعظم به د عمومي اسمبلۍ د غونډې په څنډه کې له نړیوالو مشرانو او د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره هم لیدنې وکړي. مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار به له بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو ادارو سره دوه اړخیزې لیدنې ترسره کړي او د سپټمبر په ۲۳مه به د مصنوعي ځیرکتیا په اړه په لوړه کچه غونډه کې ګډون وکړي.
