تازه خبرونه ۲۱ ستمبر ۲۰۲۶

ټرمپ پر حوثیانو د برید پرېکړه په وروستۍ شېبه کې بدله کړه

واشنګټن(ویب نیوز) د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په غوښتنه په یمن کې د حوثیانو پر ضد د امریکايي پوځي عملیاتو پرېکړه کړې وه، خو د برید له پیل مخکې یې خپله پرېکړه بدله او عملیات یې ودرول. د نیویارک ټایمز په حواله، سعودي ولیعهد له ټرمپ څخه غوښتنه کړې وه چې امریکا دې د حوثیانو پر ضد په پوځي اقدام کې برخه واخلي، چې وروسته ټرمپ پنټاګون ته د برید د چمتووالي لارښوونه وکړه. د راپور له مخې، امریکايي ځواکونو د عملیاتو چمتووالی بشپړ کړی و، د هدفونو نوملړونه منظور شوي وو او پر الوتکو بمونه هم بارېدل. خو د ټرمپ د نږدې کړۍ ځینو کسانو د ایران له روانې جګړې له امله له وړاندې تر فشار لاندې امریکايي پوځ د حوثیانو پر ضد په یوه بله جبهه کې د شاملولو مخالفت وکړ، چې له امله یې ولسمشر خپله پرېکړه بدله او برید یې لغوه کړ.