تازه خبرونه ۲۱ ستمبر ۲۰۲۶

په نږدې راتلونکي کې د امریکا او ایران د جګړې په اړه لوی پرمختګونه کېږي، ټرمپ

کوټه(ویب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به د امریکا او ایران د جګړې په اړه لوی پرمختګونه رامنځته شي او دی د پرېکنده پړاو په حال کې دی. ټرمپ د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره د لیدنې لپاره چمتووالی ښودلی او ویلي یې دي چې تهران د جګړې د پای ته رسولو په اړه د غوښتنو یو لېست لېږلی دی. د وروستیو راپورونو له مخې، ایران د قطر له لارې امریکا ته د خبرو شرایط رسولي چې پکې د جګړې پای، د ایران د کنګل شوو شتمنیو خوشې کول او د امریکا د سمندري محاصرې ختمول شامل دي.