تازه خبرونه ۲۱ ستمبر ۲۰۲۶

په چمن کې د ۷ ورځني پوليو ضد کمپاين پيل، ۸۳ زره ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو هدف ټاکل شوی

چمن (سيد سردار محمد خوندئی)
د چمن په ولسوالۍ کې ۸۳ زره ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو ورکولو هدف ټاکل شوی دی۔

د چمن مرستيال کمشنر حبيب احمد بنګلزي يو ماشوم ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړل او د ۷ ورځني کمپاين يې په رسمي توګه پرانيسته وکړه۔

په دې موقع رسنيو سره په خبرو کې د چمن مرستيال کمشنر حبيب احمد بنګلزي وويل چې د پوليو کمپاين د په بشپړه توګه د بريالي کولو لپاره ټول انتظامات بشپړ شوي دي۔ هغه له والدينو او د سيمې له ټولو خلکو څخه په درنښت غوښتنه وکړه چې د دې کمپاين د برياليتوب لپاره خپل رول ولوبوي تر څو زموږ د ماشومانو راتلونکی خوندي شي۔

هغه وويل چې پوليو يوه خطرناکه او وژونکې ناروغي ده، د دې د ختمولو لپاره اړينه ده چې موږ د والدينو او مسوولو ښاريانو په توګه خپلو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ضرور ورکړو۔

د پرانيستې په مراسمو کې د ولسوالۍ د روغتيا څانګې ډاکټران، د يونيسف استازي او ټولنيز مشران هم موجود وو۔