چمن (سید سردار محمد خوندئی)
د بلوچستان د اعلی وزیر میر سرفراز بګټي او د بلوچستان اسمبلۍ د سپیکر کپټان ریټائرډ عبدالخالق خان اڅکزئي د ځانګړو هدایاتو پر اساس د چمن ولسوالۍ د ادارې له لوري دوه ورځنۍ تعلیمي میله جوړه شوه.
په میله کې د چمن مرستیال کمیشنر حبیب احمد بنګلزي، د ولسوالۍ د ښوونې او روزنې افسر عبدالقدوس خان اڅکزئي، د سوداګرۍ خونې مشرانو دارو خان اڅکزئي، حاجي عمران کاکړ، مرستیال ښاروال مطیع الله اڅکزئي په شمول د بیلابیلو برخو استازو، ښوونکو، پروفیسرانو، زده کوونکو او والدینو په لویه کچه ګډون وکړ.
په میله کې مشهور پښتو هنرمند امان الله ناصر او د هغه ملګرو په زړه پورې طنزیه شاعري او ډرامه وړاندې کړه او له حاضرینو څخه یې ډیر چکچک ترلاسه کړل.
غونډې ته په وینا کې ویناوالو وویل چې د علم پرته بله هیڅ لاره نشته، علم د یو عظیم ژوند تیرولو او قام او ملت ته د خدمت کولو ترټولو غوره وسیله ده. هغوی وویل چې د دې تعلیمي میلې اصلي موخه د هیواد د ماشومانو او ځوانانو ترمنځ د علم پر اهمیت پوهاوی او د هغوی غوره لارښوونه ده.
