کوټه (ویب نیوز)د جنوبي پښتونخوا په ژوبه کې د چهارشنبې په شپه د پاکستان پر وخت شاوخوا ۸ بجې او ۱۰ دقیقې له ژوبه تر کوټې پورې په اسمان کې یوه روښانه رڼا لیدل شوې ده. د ځايي خلکو په وینا، رڼا د لنډ وخت لپاره په اسمان کې ښکاره وه، په داسې حال کې چې پولو ته نږدې د چورلکو الوتنې هم لیدل شوې دي. تر اوسه د یادې رڼا د څرنګوالي او لامل په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.
