کوټه (ویب نیوز) حکومت د پټرولیم محصولاتو په بیو کې د ورځني بدلون له مخې د پټرول او ډیزلو بیې راکمې کړې. د نوټیفیکیشن له مخې د پټرول بیه په هر لیټر کې یو روپۍ او 70 پېسې او د ډیزلو بیه 3 روپۍ او 12 پېسې راکمه شوې ده. له کمښت وروسته د پټرول نوې بیه 392 روپۍ او 5 پېسې او د ډیزلو بیه 418 روپۍ او 96 پېسې فی لیټر ټاکل شوې ده. نوې بیې به د 2026 کال د سپټمبر له 23مې نېټې څخه عملي وي.
