چمن (ځانګړی راپور)
د پښتون کلتور ورځې په مناسبت د ښار په مشهوره تعلیمي اداره اقراء علمي مرکز بوائز سیکشن کې یو پرتمینه غونډه جوړه شوې وه۔
په غونډه کې د ادارې زده کوونکو د دغه تاریخي ورځې په مناسبت ویناوې او پښتو شعرونه وړاندې کړل، په داسې حال کې چې دوو بېلابېلو ډلو د پښتون قوم دودیز اتڼ وړاندې کړ او د ګډونوالو څخه یې د ستاینې وړ وګرځید۔
د غونډې ځانګړی مېلمه مشر خبریال او کالم لیکونکی سید سردار محمد خوندئی و۔ د ادارې استادانو چې په کې جمعه خان اچکزئی، امان الله شادمن او نصیب الله اچکزئی شامل وو، نوموړي ته دودریزه لونګۍ ور په سر کړه، چې په دې وخت کې په سلګونو زده کوونکو د تالیونو په پرتمین غږ سره د هغه هرکلی وکړ۔
د غونډې پیل د تکړه زده کوونکي قدرت الله لخوا د قرآن پاک د تلاوت څخه وشو، ورپسې ملي ترانه وړاندې شوه۔ په غونډه کې نعمت الله، نصیب الله او سید زبیر احمد د پام وړ ویناوې وکړې۔ د سټیج سیکرټري چارې د ادارې وتلي استاد امان الله شادمن ترسره کړې۔
غونډې ته په وینا کې ځانګړي مېلمه سید سردار محمد خوندئی وویل چې د پښتون قوم ځانګړنې او صفات زرګونه کاله پخواني دي او نن هم زموږ د ملي پیژندګلوۍ نښه ده۔ د دغه قوم غیرت، مېلمه پالنه، زړه سواندي، خواخوږي، عبادت، ایثار او قرباني نن هم په څرګند ډول ژوندۍ دي۔
هغه زیاته کړه چې مونږ ته د خپلو دغو تاریخي صفاتو د ژوندي ساتلو ترڅنګ په عصري ټیکنالوژۍ په دې دور کې پر زده کړې ځانګړې پاملرنه کول پکار دي۔ یوازې پر خپلو صفاتو ژوند تیرول کافي نه دي، بلکې په دې دور کې پښتون قوم ته د ښوونې او روزنې په ډګر کې هم مخ په وړاندې تلل پکار دي۔



