کوټه (ویب نیوز) د پښتون سټوډنټس فېډرېشن بلوچستان صوبايي د کلتور سیکرټري مالک جلالزي د سپټمبر په ۲۳مه د پښتون کلتور ورځې په مناسبت ویلي چې کلتور یوازې د یوه قوم پېژندنه نه ده، بلکې د هغه د تاریخي شعور، ګډو ارزښتونو او تمدني تسلسل څرګندونه کوي. هغه وویل چې پښتني کلتور د زرګونو کلونو لرغونی تمدني میراث دی چې بنسټ یې پر پېو، مېلمه پالنه، جرګه، ننواتې، روغې جوړې، غیرت، وفادارۍ، سولې او ورورولۍ په څېر دودونو او ارزښتونو ولاړ دی. نوموړي وویل چې جرګه او ګډه مشوره له پېړیو راهیسې د ټولنیزو ستونزو د حل وسیلې پاتې شوې او مېلمه پالنه او ورورولي د پښتني ټولنې مهمې ځانګړنې دي. هغه زیاته کړه چې د پښتنو تاریخ یوازې د جګړو او مقاومت تاریخ نه دی، بلکې علم، ادب، شاعري، موسیقي، لاسي صنایع، کرنه او ټولنیز ژوند هم د دې تاریخ مهمې برخې دي. خوشحال خان خټک، رحمان بابا او باچا خان په پښتني ټولنه کې د علم، شعور، ادب، عدم تشدد او انسان دوستۍ دودونه پیاوړي کړي دي. نوموړي وویل چې د کلتوري میراث ساتنه یوازې تر دودیزو جامو او مراسمو محدوده نه ده، بلکې ژبه، ادب، ولسي دودونه، موسیقي، تاریخي شعور او مثبت ټولنیز ارزښتونه نوي نسل ته لېږدول هم اړین دي. د دې ورځې په مناسبت به د بلوچستان پوهنتون، حکومتي ډګري کالج لورالايي او الحمد اسلامیک پوهنتون کوټې کې کلتوري مراسم ترسره شي.
