کوټه (ویب نیوز) د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر او د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ غړي زرک مندوخېل ویلي چې پښتون کلچر ډے یوازې د یوې ورځې مراسم نه دي، بلکې له خپل تاریخ، ژبې، دودونو او ارزښتونو سره د تړاو ورځ ده. هغه وویل چې پښتني کلتور د سولې، مېلمه پالنې او ورورولۍ درس ورکوي او پښتانه په ټوله نړۍ کې د خپلې کلتوري پېژندنې له امله پېژندل کېږي. نوموړي وویل چې د کلتور ورځ ځوان نسل ته د خپل تمدني میراث د ورپېژندلو او پر خپلې ژبې او دودونو د ویاړ احساس ورکولو ښه فرصت دی، خو د پښتني کلتور د ژوندي ساتلو لپاره عملي اقدامات هم اړین دي، څو راتلونکی نسل له خپل هویت او تاریخ څخه لرې نه شي. زرک مندوخېل وویل چې پښتانه سولهخوښوونکي او زیارکښ خلک دي چې د علم، هنر او قربانیو له لارې یې په نړۍ کې خپل هویت ساتلی او د ټولو دنده ده چې خپل کلتور ژوندی وساتي او نړۍ ته یې وروپېژني.
