کوټه (ویب نیوز)د ایران د پوځ لوی درستیز دفتر د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا د ایران د ویجاړولو د ګواښ په غبرګون کې خبرداری ورکړی چې ایراني وسلهوال ځواکونه د امریکا او اسرائیل پر وړاندې تر پخوا ډېر ویجاړونکي او کم اټکل کېدونکي ځوابي بریدونو ته چمتو دي. د ایراني رسنیو په وینا، د پوځ لوی درستیز دفتر ویلي چې ټرمپ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له غونډې څخه د ایران پر وړاندې د یرغل لپاره د توجیه په توګه کار اخیستی، په داسې حال کې چې د هغه پرلهپسې ګواښونه د ځواک نښه نه، بلکې د ستراتیژۍ د ناکامۍ نښه ده. په بیان کې ویل شوي چې ایران د هر ډول یرغل پر وړاندې د ځواب ورکولو لپاره چمتو دی.
