تازه خبرونه ۲۴ ستمبر ۲۰۲۶

د تحریک انصاف دننه د لانګ مارچ پر سر اختلافات، د خبرو او ټول ګونديز کنفرانس وړاندیز

پېښور/اسلام‌اباد (ویب نیوز) د پاکستان تحریک انصاف د سپټمبر پر ۲۷مه د احتمالي لانګ مارچ په اړه د ګوند دننه اختلافات زیات شوي دي. د خیبر پښتونخوا د پارلمان غړو په غونډه کې وړاندیز شوی چې لانګ مارچ دې تر بلې نېټې وځنډول شي، له حکومت سره دې خبرې وشي او د اکتوبر په لومړۍ اوونۍ کې دې ټول ګونديز کنفرانس راوبلل شي، څو له سیاسي ګوندونو سره تر مشورې وروسته د راتلونکې تګلارې په اړه پرېکړه وشي. د خیبر پښتونخوا غړو ویلي چې په اوسنیو شرایطو کې لانګ مارچ ستونزمن دی او که حکومت خبرو ته چمتو وي، باید خبرې ورسره وشي. بل لور ته په اسلام‌اباد کې محمود خان اڅکزي، راجه ناصر عباس، بیرسټر ګوهر او مصطفیٰ نواز کوکر د سپټمبر د ۲۷مې د لانګ مارچ، د اپوزیسیون ګوندونو د اړیکو او ګډې همکارۍ، د خیبر پښتونخوا د وضعیت، امن او صوبايي خپلواکۍ او د هېواد د سیاسي وضعیت په اړه مشوره کړې ده. بلخوا پېښور پولیسو د مې د نهمې د راډیو پاکستان د برید د قضیې راپور د ترهګرۍ ضد محکمې ته جمع کړی چې پکې د خیبر پښتونخوا وزیراعلی سهیل افریدي، تیمور سلیم جھګړا، عرفان سلیم، کامران بنګش او نور کسان نومول شوي او پلټونکي افسر د چالان د تیارولو لپاره له محکمې څخه د لا وخت غوښتنه کړې ده.