نیویارک (ویب نیوز) وزیراعظم شهباز شریف له ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان سره له لیدنې وروسته رسنیو ته وویل چې له ایراني ولسمشر سره د مکې اتحاد په اړه خبرې شوې او ورته ویل شوي چې دغه اتحاد د هېڅ هېواد پر ضد نه دی. وزیراعظم وویل چې ایران ته یې ټینګار کړی چې په سیمه کې د سولې ټینګښت ضروري دی او پاکستان به د سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. د هغه په وینا، ایراني ولسمشر د پاکستان د سولې هڅې ستایلې او ویلي یې دي چې د اسلاماباد تفاهم یادښت لا هم د ایران لپاره د منلو وړ دی او ایران چمتو دی چې دغه بهیر مخته یوسي. شهباز شریف وویل چې په نړیواله کچه د پاکستان د سولې هڅو ته مثبت غبرګون ښودل شوی او د سولې، اقتصاد او ډیپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا لپاره به هڅې چټکې شي. نوموړي د هرمز تنګي او بابالمندب کې د کړکېچ د کمولو لپاره د دوستو او ورونو هېوادونو پر ګډو هڅو ټینګار وکړ. وزیراعظم د افغانستان له خاورې پر پاکستان د ترهګریزو فعالیتونو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې د ترهګرۍ تر بشپړ له منځه وړلو پورې به د هغې پر ضد اقدامات دوام ولري.
