چمن (ویب نیوز) د بلوچستان په سرحدي ښار چمن او شاوخوا سیمو، همداراز د پاک افغان پولې په سیمو کې د زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي. د زلزلهسنجي مرکز د معلوماتو له مخې، د زلزلې شدت ۳.۸ درجې او ژوروالی یې ۱۲ کیلومتره ثبت شوی، په داسې حال کې چې مرکز یې چمن ته نږدې په غرنیو سیمو کې و. د زلزلې له امله تر اوسه د کوم ځاني یا مالي زیان خبر نه دی ورکړل شوی.
