تازه خبرونه ۲۴ ستمبر ۲۰۲۶

چین امریکا اړیکې د ټینګولو لپاره له ټرمپ سره کار کولو ته چمتو یم: شي جین پینګ

واشنګټن (ویب نیوز) د چین ولسمشر شي جین پینګ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ګډه رسنیزه وینا کې ویلي چې دی د چین او امریکا اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره له ټرمپ سره کار کولو ته چمتو دی. نوموړي وویل چې نړۍ له سترو بدلونونو سره مخ ده او چین او امریکا باید د انسانیت د پرمختګ لپاره خپل رول ولوبوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې او خبرې پیاوړې شي او د خبرو له لارې یو بل ښه درک کېدای شي. شي جین پینګ وویل چې دواړه هېوادونه باید اختلافات یوې خوا ته کېږدي، متقابل باور رامنځته کړي او په بهرنیو چارو، اقتصاد، مالي همکاریو، ولسي اړیکو او د قانون جوړونکو ادارو ترمنځ تبادلې زیاتې کړي. نوموړي زیاته کړه چې د مصنوعي ځیرکتیا پرمختګ او کارونه باید د انسانانو تر کنټرول لاندې وي او د خلکو د هوساینې لپاره وکارول شي. هغه پر دواړو هېوادونو غږ وکړ چې له شخړې او مقابلې ډډه وکړي، متقابل درناوی او سوله‌ییز ګډ ژوند خپل کړي، د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ منظمې اړیکې وساتي او د کړکېچ پر مهال د اړیکو او مخنیوي سیستمونه پیاوړي کړي. د چین ولسمشر وویل چې د چین او امریکا همکاري به دواړو هېوادونو ته ګټه ورسوي، خو مقابله به د دواړو لپاره زیانمنه وي، نو سیالي باید په ټاکلو حدودو کې وي او دواړه هېوادونه باید د ګټلو او بایللو په سیالۍ کې ښکېل نه شي.