تازه خبرونه ۲۷ ستمبر ۲۰۲۶

ایران به ژر وسلې کېږدي او د جګړې له پای ته رسېدو سره به د تېلو بیې هم راټیټې شي: ټرمپ

کوټه (وېب نيوز)د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اټکل کړی چې له ایران سره روانه جګړه به ژر پای ته ورسېږي او د جګړې له پای ته رسېدو سره به د تېلو بیې هم د پام وړ راټیټې شي. ټرمپ سپینې ماڼۍ څخه د وتلو پر مهال له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، کله چې ایران وسلې کېږدي او جګړه پای ته ورسېږي، چې د ده په اند ډېر ژر به داسې وشي، د تېلو بیې به راټیټې شي. ټرمپ یوه ورځ وړاندې د ایران هغه وړاندیز هم رد کړی و چې له مخې یې تهران د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره چمتووالی ښودلی و. هغه ویلي وو چې ایران له سختې ماتې سره مخ دی او له همدې امله غواړي د هرمز تنګی سمدستي پرانیزي. بل لور ته «وال سټریټ ژورنال» د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د ټرمپ اداره تمه لري، د منځمهاله ټاکنو وروسته ښايي د ایران پر ضد هوايي بریدونه بیا پیل شي. په همدې حال کې ایراني چارواکو امریکا ته یو وړاندیز وړاندې کړی چې له مخې یې تهران د اوو ځانګړو شرطونو د پوره کېدو په صورت کې په اوو ورځو کې د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره چمتو کېدای شي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې خبریالانو ته ویلي چې اوسنی وضعیت د ایران لپاره ناڅاپي نه دی او تهران د سیمې له حالاتو څخه بشپړ خبر دی.