واشنګټن (ویب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران هغه اووه ورځنی پلان رد کړی چې پکې د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو وړاندیز شوی و. ټرمپ سپینې ماڼۍ څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل چې د ایران وړاندیز د منلو وړ نه دی. ایران د قطر له لارې امریکا ته وړاندیز کړی و چې که امریکا سمندري محاصره پای ته ورسوي، د ایراني تېلو پر صادراتو بندیزونه لرې کړي او اوربند وشي، نو تهران به په اوو ورځو کې د هرمز تنګی د سوداګریزو بېړیو پر مخ پرانیزي او د اټومي پروګرام په ګډون پر ګډو موضوعاتو خبرې بیا پیل کړي. د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي وو چې که امریکا د هوکړې لپاره جدي وي، د پلان د عملي کېدو لپاره چمتووالی بشپړ دی. بلخوا وال سټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ټرمپ د ایران له لوري د شرطونو د عملي کېدو په اړه شکمن دی او د نومبر له منځمهالو ټاکنو وروسته د بیا پوځي اقدام په اړه غور کوي، خو ټرمپ د ایران پر ضد د راتلونکو بریدونو په اړه د خبریالانو پوښتنې ته مستقیم ځواب نه دی ورکړی. رویټرز راپور ورکړی چې له بلې خوا د منځګړو له لارې د امریکا او ایران ترمنځ خبرې روانې دي.
