تازه خبرونه ۲۷ ستمبر ۲۰۲۶

ټرمپ د شهباز شریف د هند په اړه د وینا ویډیو خپره کړه

واشنګټن (ویب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د وینا یوه ویډیو پر ټولنیزو رسنیو خپره کړې، چې پکې پاکستاني وزیراعظم د تېر کال د هند او پاکستان د پوځي ترینګلتیا پر مهال د ټرمپ رول ستایلی و. ټرمپ د ۸۷ ثانیو ویډیو کلیپ پرته له کومې تبصرې خپور کړی، چې پکې شهباز شریف د هند له لوري پیل شوی «اپرېشن سندور» بهرنی تېری بللی او ویلي یې دي چې د ټرمپ د پر وخت مداخلې له امله په جنوبي اسیا کې د لا زیاتو مرګ ژوبلو مخه ونیول شوه. شهباز شریف ویلي چې پاکستان د فیلډ مارشل عاصم منیر په مشرۍ د هند له اقدام سره مقابله وکړه او په جنوبي اسیا کې د تلپاتې سولې لپاره د کشمیر د مسئلې د حل اړتیا ده. هند تر دې مخکې د پاکستان او هند ترمنځ د اوربند په اړه د امریکا د منځګړیتوب ادعا رد کړې او ویلي یې وو چې اوربند د دواړو هېوادونو د پوځي چارواکو ترمنځ له مستقیم تماس وروسته شوی و.