تازه خبرونه ۲۷ ستمبر ۲۰۲۶

پاکستاني سوک وهونکي عثمان وزیر خپله ۱۹مه نړیواله رینکینګ سیالي وګټله

تایلنډ (ویب نیوز) پاکستاني مسلکي سوک وهونکي عثمان وزیر خپله ۱۹مه نړیواله رینکینګ سیالي له اندونیزیایي سوک وهونکي ارګي ارګوستا څخه په بریا سره پای ته ورسوله او د ډبلیو بي اې ګولډ اتلولۍ سیالۍ ته یې هم لار وموندله. عثمان وزیر خپله بریا د پاکستان پوځ، پولیسو او په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د شهید شویو امنیتي سرتېرو په نوم کړه. نوموړي وویل چې پاکستان پوځ تل د هغه ملاتړ کړی او د ډبلیو بي اې ګولډ ټایټل سیالۍ نېټه به ډېر ژر اعلان شي. عثمان وزیر زیاته کړه چې هڅه به وکړي د پاکستان لپاره خپله شلمه سیالي هم وګټي. د عثمان وزیر د ۲۶ سپټمبر په تایلنډ کې د اندونیزیايي سوک وهونکي ارګي ارګوستا پر وړاندې د ۱۹مې مسلکي سیالۍ اعلان مخکې شوی و.