کوټه (وېب نيوز) د ۲۰۲۶ کال اسیايي لوبو د هاکي سیالیو کې پاکستان عمان ته د ۲ پر وړاندې ۷ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله. د لوبې تر نیمایي پورې پاکستان ۲-۱ مخکښ و. د پاکستان لپاره رانا وحید هېټریک وکړ، سفیان خان دوه، او غضنفر علي او محمد عماد یو، یو ګول وواهه. پاکستان په پول بي کې له ۱۲ امتیازونو سره دوهم مقام خپل کړ، په داسې حال کې چې مالیزیا د ۱۵ امتیازونو په لرلو سره لومړی مقام ترلاسه کړ. پاکستان د پول په پنځو لوبو کې څلور بریاوې ترلاسه کړې، ټولټال یې ۲۸ ګولونه ووهل او پر وړاندې یې ۸ ګولونه وشول.
