تازه خبرونه ۲۹ ستمبر ۲۰۲۶

د چمن ولسوالۍ د همغږۍ کمیټې مهمه غونډه، د بی ایس آی ډي – پړاو سوم پړاو پراختیایي پروژو ته د وروستۍ بڼې ورکولو جاج واخیستل شو

چمن (سید سردار محمد خوندئی) د بلوچستان اسمبلۍ سپیکر کیپټن (ر) عبدالخالق اڅکزی او د چمن ډیپټي کمشنر حبیب احمد بنګلزي په ګډه مشرۍ کې د ډسټرکټ کوارډینیشن کمیټې مهمه غونډه د ډیپټي کمشنر دفتر چمن کې ترسره شوه.

په غونډه کې د چمن سکاوټس کمانډر ځانګړې ګډون او ملاتړ درلود، په داسې حال کې چې د ولسوالۍ انتظاميې، پولیسو، قانون نافذ کوونکو ادارو او ټولو اړوندو دولتي څانګو افسرانو ګډون وکړ.

په غونډه کې د بلوچستان سسټین ایبل ډیولپمنټ انیشیټو (د بی ایس آی ډي) درېیم پړاو لاندې وړاندیز شویو پراختیایي سکیمونو تفصیلي جاج واخیستل شو. د خلکو اړتیاوو، لومړیتوبونو او د ولسوالۍ ټولیز پرمختګ ته په کتو سره په پروژو ته د وروستۍ بڼې ورکولو هوکړه وشوه.

په دې موقع د چمن ډیپټي کمشنر حبیب احمد بنګلزي وویل چې د دغو پراختیایي پروژو اصلي موخه خلکو ته د بنیادي اسانتیاوو رسول او په ښاري او کلیوالي سیمو کې یو شان او پایښت لرونکی پرمختګ ډاډمن کول دي. هغه ټولو اړوندو افسرانو ته ښکاره لارښوونه وکړه چې په پراختیایي سکیمونو کې دې شفافیت، لوړ کیفیت او د خلکو ګټې په هر صورت کې لومړی وساتل شي.

په غونډه کې پریکړه وشوه چې ټولې څانګې به د د بی ایس آی ډي – درېیم پړاو پروژو اړوند ټول اړین کارونه پر وخت بشپړ کړي او د ټاکل شوې کړنلارې مطابق به پرمختګ ډاډمن کړي، څو د دغو پروژو ګټه ژر تر ژره خلکو ته ورسیږي.

په پای کې د چمن ولسوالۍ انتظاميې د خلکو د هوساینې او د ولسوالۍ د هر اړخیز پرمختګ لپاره د ټولو پراختیایي پروژو د اغیزمن او پر وخت بشپړولو ژمنه تازه کړه.