تازه خبرونه ۳۰ ستمبر ۲۰۲۶

ایران ته د بندیزونو د نرمولو او کنګل شوو شتمنیو د بېرته ورکولو خبر اوازه ده، ټرمپ

واشنګټن(ویب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته د اقتصادي بندیزونو د نرمولو او کنګل شوو شتمنیو ته د لاسرسي ورکولو د مشروط وړاندیز په اړه د ایګزیوس راپور رد کړی او دا یې اوازه بللې ده. ټرمپ په خپل ټولنیز رسنیز بیان کې ویلي چې ده ایران ته هېڅ داسې وړاندیز نه دی کړی او ایګزیوس باید دغه راپور له خپل پلېټفارم څخه لرې کړي. بلخوا ایګزیوس د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی و چې د ایران د اټومي پروګرام په برخه کې د مشخص پرمختګ په بدل کې تهران ته د اقتصادي اسانتیاوو او کنګل شوو شتمنیو ته د لاسرسي وړاندیز مطرح شوی دی. په همدې حال کې د منځګړو له لارې د امریکا او ایران ترمنځ غیرمستقیمې خبرې روانې دي او ټرمپ هم د ایراني منځګړو سره د امریکايي چارواکو د خبرو پخلی کړی دی.