بغداد(ویب نیوز) په عراق کې د امریکايي ځواکونو نږدې دوه لسیزې پوځي ماموریت پای ته رسېږي او امریکايي ځواکونه له دغه هېواد څخه د خپلو وروستیو پوځي اډو په ګډون د وتلو په حال کې دي. رویټرز د عراقي امنیتي شنونکي جاسم البهدلي له قوله ویلي چې د امریکا په مشرۍ د ائتلاف له وتلو سره ایران کولای شي ستراتیژیکه ګټه ترلاسه کړي، ځکه په عراق کې د امریکايي ځواکونو شتون د تهران د نفوذ پر وړاندې یو مهم خنډ بلل کېده. عراقي امنیتي کارپوهانو اندېښنه ښودلې چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته ښايي د ایران پلوه وسله والو ډلو نفوذ زیات شي او داعش ته هم د بیا تنظیمېدو زمینه برابره شي. بلخوا یوې عراقي وسله والې ډلې د سپټمبر ۳۰مه د امریکايي پوځي حضور د پای ته رسېدو له امله د عراق په تاریخ کې د یوه «توره دورې» د پای ورځ بللې ده. د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د عراق پر امنیتي وضعیت او د سیمهییزو قدرتونو پر نفوذ د دې بدلون اصلي اغېز به د راتلونکو سیاسي او امنیتي شرایطو له مخې څرګند شي.
