کوټه (ویب نیوز)د پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند د سمنګلي سیمهییز یونټ په کوربهتوب د زدهکوونکي حمزه بړېڅ د وژل کېدو پر ضد له سمنګلي چوک څخه د زدهکوونکو او د ګوند د کارکوونکو احتجاجي لاریون ترسره شو چې د سمنګلي هوايي اډې مخې ته په احتجاجي مظاهره بدل شو. ویناوالو د حمزه بړېڅ وژنه د غندنې وړ او دردونکې پېښه وبلله او غوښتنه یې وکړه چې د پېښې ادعا شوی تورن دې سمدستي پولیسو ته وسپارل شي او د پېښې شفافه او بې پرې پلټنه دې وشي. هغوی وویل چې که تورن قانون ته ونه سپارل شي، نو ګوند به له زدهکوونکو، ځوانانو او ولس سره په ګډه د احتجاجونو لړۍ پراخه کړي. ویناوالو ټینګار وکړ چې هېڅوک باید له قانون څخه پورته ونه ګڼل شي او حکومت مسؤلیت لري چې د خلکو امنیت خوندي او د جرمونو عاملین قانون ته وسپاري. ګوند اعلان وکړ چې د عدالت تر ترلاسه کېدو پورې به خپل آئیني، جمهوري او سولهییز احتجاج ته دوام ورکوي.
