تازه خبرونه ۳۰ ستمبر ۲۰۲۶

د ساینس او هنرونو نندارتون د زده کوونکو د وړتیاوو په وده کې مهم دی، راحیله دراني

کوټه(ویب نیوز)د بلوچستان د تعلیم صوبايي وزیرې راحیله حمید خان دراني د کوټې په کواري روډ کې د نجونو په دولتي ډګري کالج کې د ساینس او هنرونو له نندارتون څخه د لیدنې پر مهال ویلي چې دغه ډول غیر نصابي فعالیتونه د زده کوونکو د تخلیقي وړتیاوو، ساینسي او څېړنیز فکر او پر ځان د باور په وده کې مهم رول لري. نوموړې د زده کوونکو له خوا وړاندې شوي ساینسي ماډلونه او تخلیقي پروژې وستایلې او ویې ویل چې د بلوچستان نجونې پراخې وړتیاوې لري او حکومت هڅه کوي هغوی ته د خپلو استعدادونو د څرګندولو لپاره مناسب تعلیمي فرصتونه او ښه چاپېریال برابر کړي. هغې د کالج ادارې، استادانو او زده کوونکو ته د بریالي نندارتون د جوړولو مبارکي هم ورکړه.