تازه خبرونه ۳۰ ستمبر ۲۰۲۶

د کوټې پرمختیايي پکېج ۱۲ پروژې بشپړې، پر ۷ نورو کار روان دی

کوټه(ویب نیوز) د کوټې ډویژن کمشنر ذیشان لاشاري په مشرۍ غونډه کې د کوټې پرمختیايي پکېج د روانو پروژو د پرمختګ، خنډونو د لرې کولو او پر وخت د بشپړېدو په اړه جاج واخیستل شو. غونډې ته په بریفنګ کې وویل شول چې د پي اېس ډي پي له مخې د کیو ډي پي ۱۲ پرمختیايي پروژې بشپړې شوې او پر ۷ نورو کار روان دی، په داسې حال کې چې ۶ نوې پروژې هم په پي اېس ډي پي کې شاملې شوې دي. په بشپړو شویو پروژو کې سریاب سړک، سبزل سړک، قمبراني سړک، د ریډیو پاکستان لنک سړک، لنک بادیني سړک، سرکي سړک، انسکمب سړک او عامه ځایونه شامل دي، په داسې حال کې چې د سبزل او سمنګلي سړک پل، د زرغون سړک د پراختیا، سریاب او سمنګلي سړکونو د ښه والي او نورو پروژو کار روان دی. په نوو پروژو کې د هوايي ډګر سړک پل، له پشین سټاپ څخه تر چمن پټلۍ پورې د فزیبیلیټي سروې، د اې جي دفتر پارکینګ، د هوايي ډګر سړک پیاده پل او په سریاب سړک فلای اوور شامل دي. کمشنر اړوندو چارواکو ته د ځمکې استملاک، بودیجې او تجاوزاتو په ګډون د ټولو خنډونو د ژر لرې کولو او د پروژو د پرمختګ د ورځني راپور ورکولو لارښوونه وکړه.