کوټه(ویب نیوز) د فیاض سنبل شهید پولیس لاینز کوټې کې د سپټمبر له ۲۳مې تر ۲۸مې پورې ترسره شوی بیډمنټن اوپن ټورنمنټ پای ته ورسېد چې د پای مراسمو ځانګړی مېلمه د بلوچستان د پولیسو آی جي محمد طاهر و. په ټورنمنټ کې د نارینه وو او ښځینه وو د انفرادي، ډبلز او ګډ ډبلز سیالۍ ترسره شوې او په پایلوبه کې د واپډا او کوټې پولیسو ترمنځ له سختې سیالۍ وروسته د کوټې پولیسو اتلولي وګټله. آی جي محمد طاهر وویل چې بلوچستان پولیس د خلکو د سر او مال د ساتنې ترڅنګ د سپورټ او نورو مثبتو فعالیتونو په وده کې هم خپل رول ترسره کوي. هغه د ټورنمنټ د بریالي تنظیم لپاره د منتظمینو، لوبغاړو او سپانسر ادارې ډي اېچ اې کوټې هڅې وستایلې او په پای کې یې غوره لوبغاړو او ټیمونو ته کپونه، مډالونه او انعامونه ورکړل.
