تازه خبرونه ۳۰ ستمبر ۲۰۲۶

سوداګر او صنعتکار د هېواد د اقتصادي نظام ملا تیر دي، د بلوچستان ګورنر

کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل ویلي چې سوداګر او صنعتکار د هېواد په اقتصادي نظام کې مهم رول لري او د هغوی اقتصادي فعالیتونه د کاروبار ترڅنګ د کارموندنې زمینه هم برابروي. نوموړي د بلوچستان د سوداګرو د مرکزي تنظیم له یوه پلاوي سره په لیدنه او د کوټې د سوداګرۍ او صنایعو خونې په کلنۍ عمومي غونډه کې وویل چې د بلوچستان پر لویو لارو د قانوني او مالیه ورکړل شوو سوداګریزو توکو غیر ضروري تلاشي او د مالونو په لېږد کې خنډونه سوداګرو ته ستونزې جوړوي. هغه پر اړوندو ادارو غږ وکړ چې د سوداګرو ستونزې حل کړي. ګورنر د کوټې خونې نوي ټاکل شوي مشر احمد ګل کاکړ، لوړ پوړي مرستیال میرزا خان خلجي او نورو عهده‌دارانو ته مبارکي ورکړه او ویې ویل چې د سوداګریزو لارو د خوندي کولو او اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره د حکومت، ادارو او سوداګرې ټولنې ترمنځ اغېزمنه همغږي اړینه ده.