کوټه(ویب نیوز)د پاکستان پیپلز ګوند مرکزي مشر او د بلوچستان صوبايي روغتیا وزیر بخت محمد کاکړ د وفاقي وزیر اطلاعات عطا تارړ له خوا د بلوچستان حکومت د هڅو د ستاینې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې صوبايي حکومت د سختو حالاتو سربېره د وزیراعلا میر سرفراز بګټي په مشرۍ په بشپړ ډول کار کوي. نوموړي وویل چې د ترهګرۍ پر وړاندې د بلوچستان حکومت د عملي اقداماتو ترڅنګ د اغېزمن بیانیې او ولسي پوهاوي پر جوړولو هم تمرکز کوي او په صوبه کې د سولې او ثبات لپاره ټول شته امکانات کارول کېږي. بخت محمد کاکړ وویل چې د وفاق او صوبې ترمنځ همکاري او ګډه تګلاره د ترهګرۍ پر وړاندې په هڅو کې مهم رول لري او صوبايي حکومت د امن او ثبات لپاره خپلې ذمه وارۍ په بشپړ ډول ترسره کوي.
