مقامی ۳۰ ستمبر ۲۰۲۶

هر ډول ترهګري د غندنې وړ ده، د ولس ساتنه د دولت اساسي دنده ده، عبیدالله عابد

پشین(ویب نیوز) د عوامي نېشنل ګوند مرکزي اضافي عمومي سیکرټري عبیدالله عابد ویلي چې ترهګري که د هر فرد، قبیلې، ډلې، فرقې یا حکومت له خوا وي، د غندنې وړ ده او د ولس د سر او مال ساتنه د دولت اساسي دنده ده. نوموړي په پشین کې د باچا خان مرکز د ضلعې د عاملې غونډې ته په وینا کې د برشور د باچا خان ښوونځي د ودانۍ د ورانولو او زیانمنولو غندنه وکړه او د پېښې د مسؤلو کسانو د نیولو او د قانون له مخې د سزا غوښتنه یې وکړه. په غونډه کې پر تنظیمي چارو او راتلونکو پروګرامونو هم خبرې وشوې. عبیدالله عابد وویل چې د اکتوبر په ۲مه په تحصیل حرمزۍ کې کېدونکی د کارکوونکو کنونشن د تنظیمي پلوه مهم دی او له کارکوونکو یې د پراخ ګډون غوښتنه وکړه.