موګادیشو(ویب نیوز) د سومالیا د پنټلنډ په سیمه کې د سمندري غلو له ولکې څخه د آنر ۲۵ تېلو وړونکې بېړۍ د ژغورلو لپاره د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د غلو په ډزو کې د درې پاکستانيانو په ګډون د عملې پنځه غړي وژل شوي دي. د موجودو معلوماتو له مخې، په وژل شویو پاکستانيانو کې دویم افسر کاشف عمر، درېیم انجینر محمود انصاري او رفیع الله خان شامل دي، په داسې حال کې چې یو هندی او د میانمار یو وګړی هم وژل شوي دي. په ډزو کې د څلورو نورو کسانو د ټپي کېدو راپور هم ورکړل شوی دی. د پنټلنډ ځواکونو د عملیاتو پر مهال بېړۍ بېرته تر خپل کنټرول لاندې راوسته او یو شمېر سمندري غله یې ونیول. آنر ۲۵ بېړۍ د اپرېل په ۲۱مه د سومالیا له ساحل سره نږدې د سمندري غلو له خوا تښتول شوې وه چې د ۱۷ کسیزې عملې له ډلې ۱۰ تنه پاکستانيان وو.
