چمن (سید سردار محمد خوندئی)
د تفصیلاتو له مخې د چمن ایس پي اعتزاز عارف په ځانګړي هدایت د سي آئی اے سټاف د انچارج عبدالحکیم په مشرۍ د ښار په بیلابیلو سیمو کې عملیات ترسره کړل.
د سي آئی اے انچارج عبدالحکیم اچکزي د چمن ښار او شاوخوا سیمو کې د بیلابیلو دوکانونو معاینه وکړه.
په دې ترڅ کې یې په ګڼو دوکانونو او موبایل سنټرونو کې لګیدلي تور ښیښې او دننۍ پردې لیرې کړې، چې د دوکانونو د دننه منظرو د پټولو لپاره کاریدلې.
د سي آئی اے انچارج عبدالحکیم اچکزي دوکاندارانو ته سخته خبرداری ورکړ چې راتلونکي کې دې د دوکانونو د دننه منظرو له پټولو او په قاچاقي ډول د غیر اخلاقي موادو له ویشلو ډډه وکړي، ګنې نو د قانون مطابق به ورسره سخته قانونی کاروائي کیږي.
بل لور ته ښاریانو د پولیسو دغه اقدام ستایلی دی.
