کوټه(ویب نیوز) د نادرا یو مرستیال مدیر د افغان وګړو د لغوه شویو شناختي کارتونو د بېرته فعالولو په بدل کې د ۱۲ کروړه روپیو د مبینې رشوت اخیستو په تور نیول شوی دی. د سرچینو په وینا، پر دغه افسر تور دی چې د ۵۲ لغوه شویو شناختي کارتونو د بېرته فعالولو په بدل کې یې پیسې اخیستې دي. د پېښې په اړه نورې پلټنې روانې دي.
