مقامی ۱ اکتوبر ۲۰۲۶

د انتخاباتي حلقې د ولسي ستونزو د حل لپاره به بشپړ رول ولوبوو، زرک مندوخېل

کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ غړي شیخ زرک خان مندوخېل ویلي چې د خپلې انتخاباتي حلقې د ولسي ستونزو د حل او بنسټیزو اسانتیاوو د برابرولو لپاره به ټول موجود امکانات وکاروي. نوموړي له یوه پلاوي سره په خبرو کې وویل چې د خلکو د باور د پوره کولو لپاره له اړوندو ادارو سره پرله‌پسې اړیکې لري. د هغه په وینا، په حلقه کې د سړکونو، برېښنا، اوبو، روغتیا او نورو بنسټیزو اسانتیاوو د ښه والي لپاره عملي اقدامات روان دي. زرک مندوخېل وویل چې د خلکو لپاره یې دروازې تل پرانیستې دي او له هر ډول رنګ او نسل پرته د ولس خدمت ته باور لري.