مقامی ۱ اکتوبر ۲۰۲۶

د سوکاله پاکستان لپاره په زوړ نظام کې بدلون اړین دی، پروفیسور حلیم صادق

کوټه(ویب نیوز) د عوام پاکستان ګوند بلوچستان صوبايي عمومي منشي پروفیسور ډاکټر حلیم صادق ویلي چې د یوه سوکاله، پیاوړي او پرمختللي پاکستان لپاره په زوړ نظام کې بنسټیز بدلون اړین دی. نوموړي د زده‌کوونکو له یوه پلاوي سره په خبرو کې وویل چې د هېواد د اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو ستونزو د حل لپاره اصلاحات اړین دي او ځوانان باید تعلیم، څېړنې، مثبت فکر او رغنده فعالیتونو ته وهڅول شي. هغه وویل، ځوانان کولی شي د هېواد په پرمختګ کې مهم رول ولوبوي او زده‌کوونکي باید د پوهاوي، زغم او مثبت چلند له لارې د هېواد په جوړونه او پرمختګ کې برخه واخلي.