هرنایي(ویب نیوز) د هرنایي د روغتیا څانګې قراردادي کارکوونکو په معاشونو کې د ۷ سلنې زیاتوالي د بېرته اخیستلو او د تېرې میاشتې د اضافي ورکړې د کسر په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له حکومت څخه یې د پرېکړې د بېرته اخیستلو غوښتنه کړې ده. کارکوونکي وايي چې په کمو معاشونو کې د کورنیو لګښتونو پوره کول لا له وړاندې ستونزمن دي او د اضافي پیسو له بېرته اخیستلو سره یې مالي ستونزې زیاتې شوې دي. دوی له وزیراعلیٰ بلوچستان، چیف سیکرټري، د مالیې وزیر او د مالیې سیکرټري څخه غوښتنه کړې چې ۷ سلنه زیاتوالی بېرته بحال کړي، یا د پاکستان د کار مقرراتو له مخې د قراردادي کارکوونکو د معاشونو رسمي نوټیفیکیشن صادر کړي. د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال په صوبايي بودجه کې د صوبايي کارکوونکو د معاشونو او تقاعد په برخه کې د ۷ سلنې زیاتوالي اعلان شوی و.
