واشنګټن(ویب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکا به په هره ممکنه توګه له ایران سره په جګړه کې بریا ترلاسه کړي او ډېر ژر به د ایران په اړه مهم پرمختګونه ولیدل شي. ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د وینا پر مهال د ایران پر اقتصادي او کورني وضعیت نیوکه وکړه او ادعا یې وکړه چې امریکا د هرمز پر تنګي بشپړ کنټرول لري او له دې لارې د تېلو لېږد روان دی. نوموړي وویل چې د ایران پوځ، سمندري ځواک او هوايي ځواک ته سخت زیانونه اوښتي دي. ټرمپ له عراق څخه د وروستي امریکايي سرتېري وتل هم د امریکا او عراق دواړو لپاره بریا وبلله او ویې ویل چې په عراق کې د داعش پر ضد پرېکنده بریا ترلاسه شوې ده. امریکا د سپټمبر په ۳۰مه له عراقه خپله وروستۍ پوځي موجودیت پای ته رسولی، خو واشنګټن ویلي چې د عراقي امنیتي ځواکونو روزنې او استخباراتي همکارۍ ته به دوام ورکړي.
