مقامی ۱ اکتوبر ۲۰۲۶

پښتانه له پامه غورځول د افسوس وړ دي، زمرک اڅکزی

کوټه(ویب نیوز) د عوامي نېشنل ګوند پارلماني مشر انجنیر زمرک خان اڅکزي په کوټه کې د فدرالي رېلوی وزیر حنیف عباسي د بیان په غبرګون کې ویلي چې د مسلم لیګ (ن) د مشرانو او د پنجاب د اعلیٰ وزیرې د ځینو څرګندونو له امله د پښتنو قوم په اړه منفي تاثر رامنځته کېږي چې د افسوس وړ دی. نوموړي وویل چې پښتانه د هېواد له لویو ولسونو څخه دي او د مېلمه پالنې، زغم او ورورولۍ له امله پېژندل کېږي، بلکې د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې یې هم سترې قربانۍ ورکړې دي. زمرک اڅکزي د پنجاب د اعلیٰ وزیرې مریم نواز وروستي بیان ته په اشارې وویل چې دا ډول څرګندونې د صوبو او قومونو ترمنځ واټنونه زیاتولی شي. هغه وویل چې حنیف عباسي په کوټه کې د بېلابېلو قومونو مننه وکړه، خو په بلوچستان کې د پښتنو د سترې ابادۍ سربېره د پښتنو قوم یادونه نه کول د افسوس او غندنې وړ دي.