تازه خبرونه ۲ اکتوبر ۲۰۲۶

ایشین ګیمز: د پاکستان د سکواش لوبډلې د سپینو زرو مډال وګاټه

ناګویا (ویب نیوز) د جاپان په ناګویا کې د ۲۰۲۶ ایشین ګیمز د نارینه‌وو د ټیم سکواش په پایلوبه کې پاکستان له مالیزیا څخه ۲-۰ ماتې وخوړه او د سپینو زرو مډال یې وګاټه. د پایلوبې په لومړۍ لوبه کې د مالیزیا امیشن راج چندرن د پاکستان ناصر اقبال ته ۳-۱ ماتې ورکړه، په دویمه لوبه کې اینګ ایئن یاو د پاکستان نور زمان ته ۳-۲ ماتې ورکړه او مالیزیا یې اتلولي خپله کړه. پاکستان په نیمه پایلوبه کې هانګ کانګ ته ۲-۱ ماتې ورکړې وه او پایلوبې ته یې لاره موندلې وه.