تازه خبرونه ۲ اکتوبر ۲۰۲۶

د پټرولو بیه په یو لیټر ۳ روپۍ او ۲۶ پېسې لوړه شوه

اسلام‌اباد(ویب نیوز) وفاقي حکومت د پټرولیم محصولاتو په بیو کې بدلون راوستی، چې له مخې یې د پټرولو بیه په یو لیټر ۳ روپۍ او ۲۶ پېسې لوړه شوې، خو د ډیزلو بیه یو روپۍ او یوه پېسه په یو لیټر کمه شوې ده. د نوټیفیکیشن له مخې د پټرولو نوې بیه ۳۹۰ روپۍ او ۶۶ پېسې او د ډیزلو نوې بیه ۳۹۹ روپۍ او ۳۴ پېسې په یو لیټر ټاکل شوې ده. نوې بیې به د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر له ۲مې نېټې څخه نافذې وي.