جنیوا (ویب نیوز) د پاکستان سفارتي استازي عدیل ممتاز کھوکھر د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته ویلي چې د هند ادعاوې د جموں او کشمیر متنازع حیثیت نه شي بدلولی. نوموړي ویلي چې جموں او کشمیر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اړوندو پرېکړه لیکونو کې د یوې لانجمنې سیمې په توګه مطرح شوی او یو اړخیز اقدامات دغه حقیقت نه شي بدلولی. هغه وویل چې هند د ۲۰۱۹ کال له اګست وروسته په اشغال شوي جموں او کشمیر کې ګڼ اداري او قانوني بدلونونه کړي او د نفوس او انتخاباتي حلقو د بدلون هڅې هم روانې دي. عدیل ممتاز کھوکھر ټینګار کړی چې د کشمیریانو د هویت په بدلولو د کشمیر مسئله نه شي حل کېدای او پاکستان د کشمیریانو د خپلواک برخلیک ټاکلو له حق څخه ملاتړ کوي.
