تازه خبرونه ۲ اکتوبر ۲۰۲۶

قزاقستان، اوزبېکستان او اماراتو د افغانستان له لارې پاکستان ته د رېل‌پټلۍ پر پروژه هوکړه وکړه

کوټه (ویب نیوز) قزاقستان، اوزبېکستان او متحده عربي اماراتو د افغانستان له لارې د پاکستان سمندري بندرونو ته د رېل‌پټلۍ د غځولو په موخه د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی. د قزاقستان او اوزبېکستان د ترانسپورټ وزارتونو او د متحده عربي اماراتو د انرژۍ او زیربناوو وزارت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې له مخې به د منځنۍ اسیا ـ جنوبي اسیا (کاسا) رېل‌پټلۍ دهلېز د عملي کېدو لپاره تخنیکي او اقتصادي څېړنې ترسره او د پروژې د تخنیکي، اقتصادي او مالي چارو د ارزونې لپاره به ګډ کاري ګروپ جوړ شي. وړاندیز شوې رېل‌پټلۍ به د اوزبېکستان او افغانستان له لارې د پاکستان کراچۍ او ګوادر بندرونو ته ورسېږي او د قزاقستان د چارواکو په وینا، دغه دهلېز د کال تر ۱۰ میلیونه ټنو پورې د مالونو د لېږد ظرفیت لرلی شي.