تازه خبرونه ۴ اکتوبر ۲۰۲۶

د ایران د تېلو وزیر محسن پاک نژاد استعفا ورکړ، حامد بوارد سرپرست وزیر وټاکل شو

تهران (ویب نیوز) د ایران د تېلو وزیر محسن پاک نژاد له خپلې دندې استعفا ورکړې چې د ولسمشر مسعود پزشکیان له خوا ومنل شوه. د ایران دولتي رسنیو د راپور له مخې، د ایران د ملي تېلو شرکت اجرائیوي مشر حامد بوارد د تېلو د سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوی دی. د پاک نژاد د استعفا د لاملونو په اړه په لومړي سر کې تفصیل نه و خپور شوی، خو د ایران د ولسمشرۍ دفتر ویلي چې نوموړي د شخصي دلایلو له امله استعفا ورکړې ده. محسن پاک نژاد د ۲۰۲۴ کال له اګست راهیسې د ایران د تېلو وزیر و. هغه له استعفا وړاندې ویلي وو چې د ایران د پلورل شوي تېلو عواید لا هم روان دي او د خدای په خوښه به دوام ولري. دا بدلون په داسې وخت کې رامنځته شوی چې ایران د روانې جګړې او اقتصادي فشارونو له امله له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ دی.