کوټه (ویب نیوز) په جاپان کې د ایشین لوبو د کرکټ په پایلوبه کې هند پاکستان ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه او د سرو زرو مډال یې وګاټه. هند لومړی بیټنګ وکړ او په شلو اورونو کې یې ۲۱۱ منډې جوړې کړې، خو پاکستان د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۲ منډې جوړې کړې او هدف ته ونه رسېد. د پاکستان له لوري حسن نواز په ۵۱ توپونو ۹۶ منډې جوړې کړې چې ۷ شپږیزې او ۵ څلوریزې یې وهلې، خو د هغه غوره لوبه پاکستان بریا ته ونه رسول. د هند لپاره ابھیشیک شرما په ۲۸ توپونو ۶۱ او تلک ورما په ۲۲ توپونو ۵۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. د پاکستان له لوري عرفات منحاس او احمد دانیال دوه، دوه لوبغاړي وسوځول، په داسې حال کې چې ابرار احمد او صائم ایوب یوه، یوه ویکټه واخیسته. د پاکستان لوبډلمشر صاحبزاده فرحان ۱۰ منډې وکړې، معاذ صداقت ۲۳ او صائم ایوب ۲۹ منډې جوړې کړې.
