تازه خبرونه ۴ اکتوبر ۲۰۲۶

د حوثیانو پر ضد د سعودي عرب د لوی عملیاتو پلان، له یو لک څخه ډېر یمني ځواکونه شاملېدای شي

کوټه (ویب نیوز) سعودي عربستان په یمن کې د حوثي ځواکونو پر ضد د احتمالي لوی پوځي عملیاتو لپاره چمتووالی پیل کړی، چې د عملیاتو د کچې له مخې پکې له یو لک څخه ډېر یمني دولتي سرتېري او له حکومت سره همکار وسله وال شاملېدای شي. د رویټرز د راپور له مخې، د سعودي عربستان تر څارنې لاندې به یمني ځواکونه د ځمکنیو عملیاتو مشري کوي او سعودي هوايي ځواک به ورته هوايي ملاتړ برابروي. د سرچینو په وینا سعودي عربستان دوه مهم انتخابونه تر غور لاندې لري؛ لومړی دا چې د باب المندب تنګي شاوخوا محدود عملیات ترسره او د دې مهمې سمندري لارې کنټرول بېرته ترلاسه کړي، او دویم دا چې د البیضا، مأرب، تعز او الجوف په ګډون د یمن په بېلابېلو محاذونو کې همغږي شوي بریدونه ترسره شي. تمه نه کېږي چې د سعودي عربستان متحد هېوادونه په مستقیمو جنګي عملیاتو کې برخه واخلي، خو امریکا د سعودي عملیاتو لپاره استخباراتي ملاتړ برابروي. د سرچینو په وینا دغه عملیات ښايي په راتلونکو څو اوونیو کې پیل شي، خو د پیل وروستی وخت لا نه دی ټاکل شوی او له هغو احتمالاتو څخه چې مطرح شوي، د نومبر په لومړیو کې د امریکا د منځمهاله ټاکنو وروسته د عملیاتو پیل هم شامل دی.