اسلاماباد(ویب نیوز) د ۲۰۲۶ اسیايي لوبو کې له ګډون او د سپینو زرو مډال له ګټلو وروسته د پاکستان لوبډله سبا هېواد ته ستنېږي او د سریلانکا پر وړاندې د شل اوریزو سیالیو لپاره به لوبغاړي په اسلاماباد کې راپور ورکړي. د سرچینو په وینا، په دغو سیالیو کې احمد دانیال، سعد مسعود، حیدر علي او وسیم جونیئر ته د ارام ورکولو امکان شته، په داسې حال کې چې بابر اعظم، شاداب خان، نسیم شاه او فخر زمان لوبډلې ته شاملېدای شي. سرچینې وايي چې اوسنی کپتان صاحبزاده فرحان هم د سریلانکا پر وړاندې د شل اوریزو سیالیو لپاره د کپتان په توګه د پاتې کېدو امکان لري. د پاکستان او سریلانکا ترمنځ درې شل اوریزې سیالۍ به د اکتوبر په ۹مه، ۱۱مه او ۱۳مه ترسره شي.
