اسلاماباد (ویب نیوز) حکومت د پټرولو بیه په هر لیټر کې ۸۸ پېسې لوړه کړې، خو د ډېزل بیه یې په هر لیټر کې یوه روپۍ او ۸۸ پېسې راکمه کړې ده. د مالیې وزارت د خبرتیا له مخې، د پټرولو نوې بیه په هر لیټر کې ۳۹۳ روپۍ او ۶۴ پېسې، په داسې حال کې چې د ډېزل نوې بیه ۳۹۷ روپۍ او ۷۶ پېسې ټاکل شوې ده. نوې بیې به د اکتوبر له ۶مې نېټې څخه عملي شي او د نن شپې له ۱۲ بجو څخه به نافذې وي.
