کوټه (وېب نیوز) حکومت د تېلو د بیو له کمولو یوه ورځ وروسته د پټرولو او تېز رفتار ډیزلو بیې بېرته لوړې کړې دي. د رسنیو د راپورونو له مخې، د پټرولو په بیه کې په هر لیټر ۸۸ پیسې او د تېز رفتار ډیزلو په بیه کې ۵۳ پیسې زیاتوالی راغلی دی. له دې زیاتوالي وروسته د پټرولو نوې بیه په هر لیټر ۳۸۲ روپۍ او ۲ پیسې او د تېز رفتار ډیزلو بیه ۳۸۹ روپۍ او ۸۰ پیسې ټاکل شوې ده. د راپور له مخې، د تېلو او ګازو تنظیموونکې ادارې د بیو د بدلون خبرتیا خپره کړې او نوې بیې به د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر له ۲۱مې نېټې څخه عملي شي.
