تازه خبرونه ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶

د کان کېندونکو لپاره د فلاحی اسانتیاوو غوښتنه

کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان د کانونو د مزدورانو مشرانو غوښتنه کړې، چې د ورکرز ویلفېیر فنډ د دوه سلنې مالي مرستې ګټې دې مستحقو مزدورانو او کورنیو ته ورسېږي. دوی د زده کړو بورسونو، د واده او وفات مرستو، درملنې او ټولنیز خوندیتوب د اسانتیاوو غوښتنه کړې او د کم عمره ماشومانو د کانونو په خطرناکو کارونو کې د ګومارلو د مخنیوي او د خوندیتوب د اصولو پر عملي کولو یې ټینګار کړی دی.