کوټه (ویب نیوز) د عوامي نېشنل ګوند بلوچستان صوبايي ویاند ولي داد میاني د ګوند د صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي نیول غندلي او دا یې سیاسي غچ اخیستنه بللې ده. نوموړي وویل، د مقدمې مدعي په محکمه کې حلفیه بیان ورکړی و چې اصغر خان اڅکزی په قضیه کې بېګناه دی، خو بیا هم د هغه ضمانت رد او ونیول شو. ولي داد میاني وویل، اصغر خان اڅکزی د پښتنو، بلوچانو او نورو محکومو قومونو د سیاسي او ولسي حقونو لپاره غږ پورته کړی دی. هغه زیاته کړه چې عوامي نېشنل ګوند به په دې اړه ټول قانوني او اساسي لارې چارې تعقیب کړي. نوموړي له خپلو کارکوونکو وغوښتل چې سولهییز چلند وکړي او خپله مبارزه د قانون او ولسواکۍ په چوکاټ کې روانه وساتي.
